اوکراین کې پولیسو د داعش ډلې غړیتوب په ګومان یو روسی نیولی

د اوکراین پولیس

د اوکراین پولیسو د اسلامي دولت یا داعش ډلې په غړیتوب یو مشکوک سړی نیولی دی.

دغه دېرش کلن سړی د اوکراین د پلازمېنې کییف په لویدیځ کې د ژیتومیر په سیمه کې د عملیاتو پرمهال نیول شوی دی.

د اوکراین پولیسو پرون پنجشنبې (نومبر ۲۱مه) په یوه بیان کې وویل، تورن چې د روسیې وګړی دی او په اوکراین کې پټ شوی و د انټرپول یا نړیوالو پولیسو د غوښتنې په اساس نیول شوی دی.

په راپورونو کې د پولیسو له قوله ویل شوي دي چې وايي نوموړی له داعش سره د یوې اړوندې ډلې مشر ګڼل کېږي.