قطر: د افغانستان امریکايي پوهنتون استادانو راخوشې کولو کې دوحې مهم رول لوبولی

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوحه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ددغه هېواد د حکومت او طالبانو له خوا د ښه نیت د دې اقدام هرکلی کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوحې د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په هڅو کې یې مهم رول لوبولی دی.

طالبانو د سه شنبې په ورځ (عقرب/لړم ۲۸مه) د حقاني شبکې د مشر د ورور انس حقاني په ګډون د خپلو درېیو جګپوړو غړو په بدل کې امریکایی کیون کینګ او استرالیايی ټیموټی ویکس چې په ۲۰۱۶ کال کې په کابل کې تښتول شوي وو، خوشې کړل.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې تېره شپه خپور شو ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو له خوا د ښه نیت د دې اقدام هرکلی کوي.

چارواکو ویلي چې کېنګ او ویکس جرمني ته رسېدلي او هلته د امریکا په یوه پوځي روغتون کې تر علاج لاندې دي.

اسوشېټډ پرس خبري آژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی خبر ورکوي چې په جرمني کې د امریکا او استرالیا سفیرانو پرون له دغو دوو استادانو سره د امریکا په یوه پوځي اډه کې ولیدل.