د افغانستان حکومتي مشرانو د احمد وحید مژده وژنه غندلې

ښاغلی مژده پرون ماښام (عقرب ۲۹مه) د کابل په دارالامان سیمه کې په داسې حال کې چې جومات ته پر لاره وو، دوو موټرسایل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د لیکوال او سیاسي کارپوه احمد وحید مژده وژل غندلي. ښاغلی مژده پرون (عقرب ۲۹مه) په کابل ښار کې د وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې نن له غرمې وروسته خپره شوې، ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي چارواکو او عدلي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د مژده وژنه وڅېړي او عاملین یې مجازات کړي.

اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله پرون، د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او هغه یې یو تروریسي عمل وباله.

ښاغلی مژده پرون ماښام د کابل په دارالامان سیمه کې په داسې حال کې چې جومات ته پر لاره وو، دوو موټرسایل سپرو پرې برید وکړ. بریدګر د هغه تر وژلو وروسته له سیمې وتښتېدل.

احمد وحید مژده سیاسي کارپوه او د طالبانو د رژیم پخوانی چارواکی و. د طالبانو له رژیم ړنګېدو راهیسې نوموړي په کابل کې ژوند کاوه.

هغه به ترډېره په رسنیو کې د دولت د منتقدینو په توګه راڅرګندېده او په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د حضور مخالف و. پر هغه د طالبانو د نظر پلوی شخص ګڼل کېده.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې د ښاغلي مژده وژنه غندلې او هغه یې د استخباراتي کړیو کار بللی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې اعلامیې کې ویلي چې وحیده مژده د یو پیاوړي اسلامي نظام د ټینګښت لپاره مبارزه کوله او ادعا یې کړې چې په دې لاره کې یې هڅې د وژنې سبب شوي دي.

افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو ژورنالیستانو، مدني فعالانو او سیاستوالو هم د وحید مژده وژنه غندلې ده.

تر اوسه هیچا پر نوموړې د برید مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.