نیویارک ټایمز: لوګر کې د امریکا پوځ هلیکوپټره د طالبانو په حمله کې نسکوره شوې

نیويارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د یوې هليکوپترې د سقوط په پېښه کې د دوو امريکايي سرتېرو وژل کېدو ته پام کړی دی.

نیویارک ټایمز:

نیويارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د یوې هليکوپترې د سقوط په پېښه کې د دوو امريکايي سرتېرو وژل کېدو ته پام کړی دی.

ورځپانې د امريکا د پوځ له قوله لیکلي چې د لومړيو نتايجو له مخې دا پېښه د دښمن د حملې په نتيجه کې رامنځته شوې ده.

طالبانو ادعا کړې چې د دوی د حملې په نتيجه کې په لوګر ولایت کې امريکايي هلیکوپټر سقوط کړی.

له دې سره په افغانستان کې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د وژل شويو امريکايي سرتېرو شمېر نولسو کسانو ته ورسېد.

له ۲۰۰۱ میلادي کال راهيسي په افغانستان کې تر دوه زره او څلور سوه زیات امریکايي نظاميان وژل شوي دي.

نیويارک ټایمز لیکي، د چهارشنبې له تلفاتو سره د ۲۰۱۹ میلادي کال اخري پنځه مياشتې په افغانستان کې د امریکا لپاره تر ټولو خونړۍ وې. د امریکا محارب ځواکونه له افغانستانه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ووتل.

په مقاله کې دا هم راغلي چې په دې موده کې تر ټولو زیات تلفات د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکیانو ته اووښتي او په تېرو پنځو کلونو کې شااوخوا پنځه زره دولتي امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د امريکايي ځواکونو هلیکوپټره د افغانستان امنیتي ځواکونو د ملاتړ د عملياتو پر مهال لوېدلې ده.

ورځپاڼې دا خبره د طالبانو له قوله کړې چې وايي دولتي او امریکايي سرتېرو په لوګر ولایت کې د عملیاتو چمتوالی نیوه چې د امريکايي ځواکونو هلیکوپتر سقوط وکړ.

په لوګر کې هوايي پېښه یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د طالب زندانیانو په بدل کې بهرني برمته نيولي راخوشي شول.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټريټ ژورنال لیکلي چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو کیون کینګ او ټیموټي ویکس د راخوشي کولو لپاره مخکینیو هڅو نتيجه ورنه کړه.

د ورځپاڼې په وینا، د سې شنبې د ورځې مبادله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د څو اوونیو هڅو نتیجه وه. په مقاله کې راغلي چې خلیلزاد په دې موده کې هڅې وکړې چې د سولې خبرې بېرته له سره پیل شي.

وال سټريټ ژورنال دې ته هم پام کړی چې زلمي خليلزاد له افغان او پاکستاني چارواکو سره په کابل او اسلام اباد کې خبرو ته دوام ورکړ او له بله خوا يې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم وهڅاوه چې له طالبانو سره بېرته خبرې پیل کړي.

امریکايي او استراليايي برمته نیول شوي بهرنیان له درېیو کلونو راهيسي د طالبانو په بند کې وو.

واشنګټن ایګزامینر:

واشنګټن ایګزامینر ورځپاڼې په دې اړه لیکلي، په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان په بریالیتوب سره د مبادلې د معاملې په نتيجه کې راخوشي شول.

د ورځپاڼې په وینا، کیون کینګ او ټیموټی ویکس د حقاني شبکې د درېیو زندانیانو په بدل کې راخوشي شول او دا د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په خاطر یو نښه ګڼل کیږي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پامپیو د زندانیانو او برمته نیول شویو تر مبادلې یوه ورځ مخکې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلفوني خبرې وکړې او له دې مبادلې سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ.