بیني ګانتز پر ټاکلي وخت د اسرائیل نوي حکومت پر جوړولو بریالی نه شو

بیني ګاتز په اسرائیل کې د سپین او ابي ګوند مشر دی.

په اسرائیل کې د صدراعظم بنیامین نتانیاهو اساسي رقیب بیني ګانتز بریالی نه شو چې له مهالوېش سره سم، یو ائتلافي حکومت جوړ کړي.

پر دې اساس، داسې ګڼل کېږي چې په اسرائیل کې یو وار بیا د پارلماني ټاکنو امکان شته دی.

بیني ګاتز په اسرائیل کې د سپین او ابي ګوند مشر دی.

د هغه ګوند پرون ماښام د نومبر په ۲۰مه، اعلان وکړ چې د نوي حکومت په تشکیل نه دي بریالي شوي.

په اسرائيل کې پارلماني انتخابات د سپټمبر په میاشت کې وشول. د نتانیاهو ګوند هم د نوي حکومت په جوړولو کې پاتې راغلی و. دواړو لویو ګوندونو د ستر ائتلاف په کولو هم موافقه نه ده کړې.

که چېرې هېڅ موافقه ونه شي، باید په مارچ کې له سره انتخابات وشي.