ټرمپ هیله ښوولې د بندیانو تبادله د افغانستان سوله کې پرمختګونو ته لاره هواره کړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هېله څرګنده کړې چې په په افغانستان کې د بندیانو وروستۍ تبادله به د سولې په برخه کې د اوربند په څېر ښو پرمختګونو ته لاره هواره کړي.

ولسمشر ټرمپ پرون (نومبر ۲۰مه) پر خپل ټویټر ولیکل، د طالبانو له برمتې څخه د کیون کینګ او ټیموټي ویکس د خوشې کېدو په خوښۍ کې د دوی له کورنیو سره شریک دی.

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دا دوه استادان چې یو امریکایی او بل استرالیایی دی، وروسته له هغې طالبانو امریکايي لوري ته وسپارل چې د افغانستان حکومت له بګرام زندان څخه د انس حقاني په شمول درې مهم طالب بندیان خوشې کړل.

ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر د ولسمشر اشرف غني مننه کړې او د هغه ملاتړ یې شجاعانه بللی. ټرمپ زیاته کړې "په دې هېله چې دا ګام د سولې په برخه کې د اوربند په څېر نورو ښو پرمختګونو ته لاره پرانیزې، څو دا اوږده جګړه پای ته ورسیږي."

طالبانو او د افغانستان حکومت دواړو ویلي چې دواړو لورو ته د یو شمېر بندیانو وروستي خوشې کېدل به د سولې پر بهیر مثبت اغیز ولري.