سیاسي کارپوه احمد وحید مژده کابل کې ناپيژاندو وسله والو وواژه

احمد وحید مژده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، سیاسي کارپوه احمد وحید مژده نن ماښام د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نوموړی نن (عقرب/لړم ۲۹مه) په داسې حال کې چې د لمانځه ادا کولو لپاره د مسجد پر لور روان و، د موټر سایکل سپرو له خوا د کابل په دارلامان سیمه کې په نښه شو.

ښاغلي رحیمي ویلي چې موضوع د پولیسو تر تعقیب لاندې ده، خو تراوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

احمد وحید مژده سیاسي کارپوه او د طالبانو د رژیم پخوانی چارواکی و. د طالبانو له رژیم ړنګېدو راهیسې نوموړي په کابل کې ژوند کاوه.

هېچا د ښاغلي مژده د وژلو مسئولیت نه دی منلی.