یوه نوې سروې ښیې چې طالبان تیرکال تر ټولو وژونکې ډله وه.
د سروې له مخې په سوریې او عراق کې د تاوتریخوالي په کمېدو په افغانستان کې تروریستي بریدونه ډیر شوي دي.
په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د تروریزم نړیوال انډکس چې د آسترالیا په سیدنې ښار کې د مېشت د سولي او اقتصاد انسټېټیوټ لخوا خپور شو ، ښیي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې افغانستان کې د ټولو وژنو یو اویا ۷۱ سلنه د طالبانو له خوا شوي دي.
دا شمېره د ټولې نړۍ د تروریستي پېښو د قربانیانو ۳۸ فیصده جوړوي.
طالبان تېر کال تر داعش وسله والې ډلې چې تر ټولو لویه وژونکې ډله وه، مخکې شول.
د سولې او اقتصاد انسټېټیوټ د راپور پر اساس تېر کال د داعش ډلې له خوا د وژل شویو مجموعي شمېر ۷۰ فیصده راټیټ شوی او ۱۳۲۸ تنو ته رسېږي.
د دغه راپور له مخې په ټوله نړۍ کې تېرکال د تروریستي بریدونو د قربانیانو شمېر ۱۵۹۵۲ تنو ته ورسېد.