کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

ارشیف

په کابل کې د سوک وهنې منتخبې سیالۍ نن پای ته ورسېدې.

د سوک وهنې په دغو سیالیو کې ۲۸۴ لوبغاړو ګډون کړی وو.

یادې سیالۍ په مرکز کابل کې له تېرو ۷ ورځو راهیسې په بېلابېلو وزنونو کې روانې وې.

د سوک وهنې فدراسیون مسوولین وايي، دوی له ۲۸۴ لوبغاړو څخه ۲۰ تنه د کابل د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته غوره کړي دي.

دغه سیالۍ هر کال د هېواد د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د غوره لوبغاړو د پیژندلو په هدف ترسره کېږي.