د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس تایلنډ ته رسېدلی

تمه ده چې نوموړی به په جاپان کې هم تم شي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس تایلنډ ته ورسېد.

دی به آسیا ته په دې یو اونیز سفر کې په تایلنډ کې د کاتولیکانو له یوه کوچني اقلیت سره وګوري.

تمه ده چې نوموړی به په جاپان کې هم تم شي.

بنکاک ته له رسېدو سره پاپ فرانسس له عیسوۍ مبلغې آنا روزا سیفوري سره چې له څه باندي پنځوسو کلونو راهیسې په تایلنډ کې اوسیږي، ولیدل.

کاتولیک عیسویان د تایلنډ د نفوس یوه سلنه جوړوي.