خوست کې چاودنې ټرافیک وژلی

ارشیف

په خوست ښار کې چاودنې یو ټرافیک وژلی او ۳ نور يې ټپیان کړي دي.

نن د چارشنبې په ورځ غرمه مهال د خوست ښار په مجاهد څلور لاري کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې یو ټرافیک وژل شوی او دوه ټرافیکان او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

د خوست د امنیه قومدانۍ ویاند حیدر عادل مشال راډیو ته وویل، چې وژل شوی ټرافیک غني شاه نومیږي چې د موټرو د لایسنس مدیر و.

ده وویل، په دې پېښه کې دوه نور ټرافیکان او یو ملکی وګړي ټپیان شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند دا هم وویل، چې ماین د ښار په ګلدان کې ځای پر ځای شوی وو.

بلخوا د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي بیا د ټپیانو شمېر څلور کسه ښيي.

د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وايي، د پېښې له ځایه د یو وژل شوي ټرافیک مړی، همدارنګه څلور ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي، چې درې يې ترافیک او یو ملکي وګړی دی.

تر اوسه د پيښې مسؤلیت کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.