راتلونکی کال له ۵۰ زره ډېرو ښځو ته د کرنیزو پروګرامونو لړۍ پیلیږي

ارشیف

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې راتلونکي کال کې له۵۰ زرو ډېرې مېرمنې د کرنیزو پروګرامونو تر پوښښ لاندې راولي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د کرنې وزارت هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې په ۲۵ زرو میرمنو کورنۍ باغچې وویشي.

نوموړي دغه شان وویل، تېرکال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۴ زره میرمنې د کرنې او مالدارۍ وزارت له پروګرامونو چې د چرګانو او مچیو د ساتنې، شنو خونو، باغونو او د میوو او سبزیجاتو د پروسس پروګرامونه په کې شامل و برخمنې شوې دي.

ښاغلی رستمي وايي،د دې پروګرامونو له جوړولو هدف دا دی چې د کرنې او کورني تولیداتو د پرختیا په برخه د ښځو وړتیاوې زیاتې شي.