مالیې وزارت: د افغانستان اقتصادي وده ۳ سلنه لوړه شوې

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې اوس هم د افغانستان ۶۰ سلنه لګښتونه پر نړیوالو مرستو ولاړ دي.

د افغانستان اقتصادي وده په روان ۱۳۹۸مالي کال کې ۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د افغانستان د اقتصادي ودې مهم دلایل د سیمې له هېوادونو سره د هوایي دهلیزونو رامنځته کېدل دي، چې صادرات ورسره ښه او د کرنې په برخه کې هم وده رامنځته شوې.

هغه زیاته کړه: "خوشبختانه کوم راپورونه چې مونږ لرو په بيلابيلو سکټورونو کې د پراختیا له امله د افغانستان اقتصادي وده ۳ سلنه لوړه شوې چې دا په تېرو څلورو کلونو په پرتله تر ټولو لویه اقتصادي پراختیا ده."

د یادولو وړده، چې د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال لپاره اقتصادي وده د ۳.۴ سلنې په شاوخوا کې ټاکل شوې، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال په پرتله ۰،۵ سلنه ښوول شوې ده.

د اقتصادي چارو پوه میرویس افغان وایي، د نړیوالو اوسني مالي ملاتړ ته په کتو په ۱۳۹۸ لمریز مالي کال کې ۳ فیصده اقتصادي وده لږ ده او باید د افغانستان په کورنیو سرچینو ډېر کار وشي.

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې اوس هم د افغانستان ۶۰ سلنه لګښتونه پر نړیوالو مرستو ولاړ دي.

باور دا دی، که افغان حکومت مالي چارې رڼې کړي، اقتصادي وده به نوره هم زیاته شي.