چارواکي کندهار او ارزګان کې د ۲۸ وسله والو د وژنې ادعا کوي

AFGHANISTAN -- Afghan policemen stand guard at a checkpoint ahead of parliamentary election in Kandahar, October 18, 2018

افغان ځواکونو کندهار او ارزګان کي د لسګونه وسله والو د مرګ ژوبلي ادعا کوي.

د ګډو افغان ځواکونو پوځي عمليات په سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د پوځي چارواکو تر قومندې لاندې د کندهار په میوند او د روزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحي علوي ازادي رادیو ته وویل چې په دغه عملیاتو کې د کمانډو ځواکونو ترڅنګ افغان هوایي ځواک هم برخه اخستې وه.

نوموړی وایي، د افغان ځواکونو په دغو عملياتو کې د کندهار په میوند کې ۱۹ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي او همدراز د ارزګان په ګيزاب کې ۴ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي.

علوي وایي، په دغو عملياتو کې د وسله والو ۴۸ کړۍ ماينونه او وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کې پوځي عمليات ترسره کړي دي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهير احمدي ازادی راډیو ته وویل چې په دغو عملياتو کې پنځه وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.

په دې اړه هم طالب وسله والو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي.