لوګر کې د هیلکوپټر راغورځېدو پېښه کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي

ارشیف

د امریکا دوه پوځیان په افغانستان کې د هیلکوپټر د را غورځیدو په پيښه کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې دیره امریکایي ځواکونو نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې اړه چې د دغه هیلکوپټر د راغورځېدو علت څه و، څېړنه کوي.

د خبرپاڼې له مخې لومړنۍ څیړنې ښیي چې دغه هیلکوپټر د دښمن په ډزو نده را نسکوره شوې.

په دې اړه نورجزئیات نه دي ورکړل شوي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې ادعا کړې چې د امریکا شینوک ډوله هیلکوپټر دوی د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې رانسکوره کړې او په کې ټول پوځیان یې وژلي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو دغه ادعا ردکړې ده.

د دې وزارت ویاند فواد امان نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه هیلکوپټر د دښمن په ډزو نده رانسکوره شوې.

هغه همداشان ویلي چې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

وسله وال طالبان پرته له دې چې شواهد وښیي تل د هیلکوپټر او د بې پیلوټه الوتکو د رانسکوریدو ادعاوې کوي.

د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د جګړو په تړاو پېښو کې ۱۹ امریکایي پوځیان وژل شوي دي.

په اوس وخت کې شاوخوا دیارلس زره امریکایي ځواکونه په افغانستان کې دېره دي او د دې ترڅنګ د ناتو د نورو اروپایي غړیو هېوادونو زرګونه سرتېري د دې تړون د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې دنده ترسره کوي.

د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي اټکل کړی چې امریکایي ځواکونه چې اتلس کاله په افغانستان کې حضورلري، د څو نورو کلونو لپاره هم په دې هېواد کې پاتې شي.