امریکايي متخصص ته د اوکراين د دفاع وزارت وړاندیز شوی

ډګرمن الکساندر ويندمن وايي، د اوکراين د ملي امنيت ادارې مشر ورته د دفاع وزارت د څوکۍ پېشنهاد کړی.

د اوکراين په چارو کې د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت شورا يو متخصص وايي، چې درې ځله د اوکراين د دفاع وزارت د څوکۍ پېشنهاد ورته شوى دى.

ډګر جنرال الکساندر ويندمن د استازو جرګې ته چې ډيموکراتان په کې اکثريت دي دا خبره وکړه.

دا استماعيه غونډه د ولسمشر ټرمپ د استيضاح په تړاو رابلل شوې وه.

جمهوريت غوښتونکي ښايي هڅه وکړي چې د دغو څرګندونو اهمیت کم کړي.

الکساندر ويندمن چې په اوکراين کې زېږېدلى، استماعيه غونډې ته وويل، کله چې د ولسمشر ولادمير زيلينسکي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره له امريکايي پلاوي سره کييف ته تللى و، د اوکراين د ملي امنيت ادارې مشر ورته د دفاع وزارت د څوکۍ پېشنهاد وکړ.

هغه زیاته کړه: "له ما غوښتنه وشوه چې پر دې غور وکړم چې ايا غواړم د اوکراين د دفاع وزير شم؟ خو ما ونه منله، دا ډېره خندوونکې ده، که د امريکا د پوځ يو ټيټ رتبه چارواکي ته د داسې مهمې څوکۍ پېشنهاد وشي."

الکساندر ويندمن د ولسمشر د استيضاح په استماعيه غونډه کې مهم شاهد ګڼل کېږي.

د استيضاح په تړاو په استماعيه غونډو کې پر دې خبرې کېږي، چې ايا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراين ته د پوځي مرستې په بدل کې له اوکراين څخه د پخواني مرستيال ولسمشر جو بايډن په اړه د څېړنو په غوښتنې سره له خپل موقف څخه ناوړه استفاده کړې ده که څنګه؟

جوبايډن د امريکا د ٢٠٢٠میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډيموکرات ګوند یو کانديد دى.