رحماني: د بنديانو تبادله د سولې خبرو کې اعتماد رامنځته کوي

د امريکا په متحدو ايالتونو کې د افغانستان سفيره وايي، د بنديانو تبادله کولى شي د سولې په خبرو کې اعتماد رامنځته کړي.

په امريکا کې د افغانستان سفيره وايي، د بنديانو تبادله د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په اعتماد جوړونه کې مرسته کوي.

په امریکا کې د افغانستان سفیره اغلې رویا رحماني

مېرمن رويا رحماني تېره شپه له واشنګټن ډي سي ازادۍ راډيو ته وويل، د سولې په پروسو کې اعتماد مهم رول لري.

هغې زیاته کړه: "د بنديانو د تبادلې مسئله معمولاً له داسې مفاهيمو وي او داسې موضوع ده چې په باور جوړونه کې مرسته کوي، د سولې پروسه باور ته اړتيا لري، اعتماد هغه وخت جوړېږي چې دواړه لوري په خبرو کې ثبات ولري او د يو بل تعهد ومني."

تر دې مخکې د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرد ٦٣ کلن امريکايي کيوين کينګ او ٥٠ کلن اسټراليايي تيموتي ويکس خوشې کېدل مهم پرمختګ وباله.

مايک پامپيو تېره شپه په يوه اعلاميه کې زياته کړې، دا چې طالبانو څرګنده کړې، دغه دوه استادان د ښه نيت له مخې خوشې کوي، امريکا يې هرکلى کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

ښاغلي پامپيو د طالبانو له خوا د لسو افغان سرتېرو د خوشې کېدو او د افغانستان د حکومت له خوا د دريو طالب بنديانو د خوشې د هرکلي تر څنګ ويلي، د دغو کسانو خوشې کېدل هيله بخښونکې نښې دي، چې بلاخره به ډېر ژر د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه د سياسي توافق له لارې پاى ومومي.

سپينې ماڼۍ هم پرون په يوه اعلاميه کې د افغانستان د امريکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کېدو هرکلى کړى.

د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي سکرټرې مېرمن سټيفاني ګريشام په اعلاميه کې د افغانستان د حکومت د اقداماتو مننه کړې، چې د شراکت په رڼا کې يې د دغو دوو برمته شويو استادانو خوشې کېدو ته زمينه برابره کړه.

د طالبانو یوې سرچینې اسوشیټډ پريس خبري اژانس ته ویلي چې دغه برمته شوي استادان پرون د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې خوشې شوي دي.

کيوين کينګ او تيموتي ويکس د ٢٠١٦میلادي کال په اګست مياشت کې په کابل کې تښتول شوي وو.

ولسمشر محمد اشرف غني د لړم يا عقرب پر ٢١ مه، د دغو دوو استادانو د ازادۍ په بدل کې د حقاني شبکې د دريو غړو انس حقاني، مالي خان او حافظ عبدالرشيد د خوشې کېدو اعلان وکړ.

خو دغه تبادله څو ورځې وځنډېده، تر هغو چې پرون دواړو لوريو د هغې د بشپړېدو خبر تائيد کړ.

حقاني شبکه د طالبانو د ډلې هغه افراطي څانګه ده، په افغانستان کې په ډېرو خونړيو بریدونو کې ښکېله ګڼل کېږي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پرون په تويټر کې ليکلي، چې د دوى درې غړي انس حقاني، مالي خان او عبدالرشيد تر خوشې کېدو وروسته قطر ته رسېدلي دي.

د طالبانو بل وياند ذبيح اله مجاهد دغې تبادلې ته په پام سره په يوه اعلاميه کې ويلي: "دا ټولې کړنې د ښه نیت او باور جوړونې لپاره ښه پرمختګ دی، چې د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي."

د سياسي مسايلو شنونکی محمد شفيق امين په دې باور دى، چې د بنديانو تبادله کولى شي، بين الافغاني خبرو ته لار پرانيزي.

هغه وايي: "فکر کوم چې د بنديانو تبادله په ټوله کې کولی شي د جګړې د اړخونو په ذهنيت کې نرمښت راولي، د غچ اخيستنې هغه فکر چې د جګړې د اړخونو پر ذهنيت حاکم دى، تر يو حده نرم کړي. د باورجوړونې فضا به تر يو حده مساعده شي او کېداى شي بين الافغاني مذاکرو ته به لاره خلاصه شي."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، د طالبانو درې مهم غړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ مذاکرو د پيل په نيت "په مشروط ډول" خوشې کوي.

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون پرون د سولې د ممکنه بين الافغاني مذاکرو د پيل په تړاو په يوه اعلاميه کې ويلي، که د سولې په خبرو کې د بشري حقونو اساسات له پامه وغورځول شي، د سوله ييز راتلونکي سبب کېږي نه.

دغه کميسيون مطبوعاتي مسوول ذبيح اله فرهنګ پرون ازادۍ راډيو ته وويل: "هغه پلاوی چې د دواړو لوريو له خوا د بين الافغاني مذاکرو لپاره جوړیږي، بايد مدني ټولنه، رسنۍ او تر ټولو مهمه دا چې ښځې په کې ونډه ولري، داسې استازي دې وي چې وکولى شي د ټولو افغانانو استازيتوب وکړي، دويم ټکى چې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ته زيات اهميت لري دا دى چې د جګړې د قربانيانو مسئله دې نه هېرېږي، هغه زيانمن شوي کسان چې د تېرو کلونو په جګړو کې يې قرباني ورکړې او ستونزې يې ګاللي، دواړه لوري بايد د هغوى مدني غوښتنې هم په پام کې ونيسي.“

د سولې هغه مذاکرې چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او طالبانو ترمنځ روانې وې، په سپټمبر مياشت کې لغوه شوې.

د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا دا خبرې وروسته له هغې لغوه شوې، چې وسله والو طالبانو په کابل کې د هغې حملې مسؤليت واخيست چې د يوه امريکايي سرتېري په ګډون په کې ١٢ کسان ووژل شول.

خو د افغانستان حکومت اوس په چين کې بين الافغاني مذاکرو ته خوشبيني څرګندوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي په دغو خبرو کې د برخې اخيستو لپاره د دوى د پلاوي ليست په وروستي کېدو دى چې د سياسي ګوندونو، مدني ټولنې او ملي شورا استازي په کې شامل دي.

تر اوسه کره نه ده، چې په چين کې به دغه خبرې کله پيلېږي، خو د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب مخکې ويلي و، چې دغه غونډه به د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته جوړه شي.

وسله والو طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې له مخامخ خبرو انکار کړى دى.

دا لا څرګنده نه ده چې د بنديانو وروستۍ تبادله به څومره وکولى شي د سولې د بين الافغاني خبرو پيل ته زمينه برابره کړي.