د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف د درملنې لپاره لندن ته لاړ

د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د درملنې لپاره نن د نومبر په ۱۹مه، له لاهوره لندن ته ولاړ.

نواز شریف په ځانګړې الوتکه کې چې هوايي امبولانس او د عملیات او بېړنۍ څارنې خونه لري، ولېږدول شو.

لندن ته له هغه سره یې ورور، شهباز شریف او د ډاکترانو او نرسانو یوه ډله هم ملګرې وه.

شهباز شریف د پاکستان دحکومت د اپوزېسیون ګوند مسلم لیګ ن مشري کوي.

د مسلم لیګ ن ګوند ویاند ویلي چې نواز شریف ته تر پرواز مخکې ټولې ضروري دواوې ورکړ شوې وې او د ډاکترانو او نرسانو تر کلکې څارنې لاندې و.

هغه لومړی د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه لندن ته ځي.

د اسلام اباد سترې محکمې د اکټوبر په ۲۹مه نېټه د روغتیايي دلایلو له مخې د هغه د محاکمې پروسه دوه میاشتې وځنډوله.