هانګ کانګ کې پولیسو د حکومت ضد مظاهره کوونکي محاصره کړي

هانګ کانک کې اعتراضونه

د هانګ کانګ د پولیتخنیک پوهنتون انګړ اوس هم د پولیسو په محاصره کې دی .

پولیس د شپې مهال له سلګونو حکومت ضد مظاهره کوونکو سره لاس او ګریوان وو .

پولیس افسرانو نن سهار وویل، د لسګونو هغو اعتراض کوونکو پر ضد چې د تېښتي هڅه یې کوله، اوښکې بهوونکی ګاز، ربړي مرمۍ او لرګي کارولي دي.

معترضانو له څو ورځو راهیسي د دغه پوهنتون انګړ په خپل کنټرول کې نیولی دی .

یو شمیر اعتراض کوونکي نیول شوي هم دي.

پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي کولی شي د پوهنتون له انګړه ووځي، خو له هغوی څخه یې غوښتي چې وسلې پر ځمکه کیږدي او ماسکونه لیري کړي.

هانګ کانګ له شپږو میاشتو راهیسي د حکومت ضد مظاهرو شاهد دی .

معترضان پر هغه څه غوصه دي چې دوی یې د پیکنګ لخوا د هانګ کانګ محدودیت بولي .