څو وسله والو کسانو چې ځانونه طالبان بولي، په غور ولايت کې يوه ډله معتادين د نشې په جرم شکنجه کړل.
دغه وسله وال د فېروزکوه ښار په تسرقي سیمه کې یوه ډله معتادین په لمدو لښتو وهي او دا وعده ځنې غواړي چې بیا به نشه نه کوي.
ډاکټران د زور له لارې د معتادینو درملنه ګټوره نه بولي، دوی وايی چې د نشې په پرېښودلو کې د معتاد خوښه يو اساسي شرط دی.
د معتادینو د درملنې کارپوه ډاکټر واحدالله کوشان وايي، که یو معتاد په زور د نشې پرېښودلو ته اړایستل شي، ډېر امکان لري چې دا معتاد تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کړي.
"د معتاد وهل ټکول د ګټې پر ځای زیان لري، په دې کار سره د معتاد په زړه کې کینه پیدا کېږي او دا کینه د دې لامل ګرځي چې نور هم خپلو نشو ته دوام ورکړي. هرڅومره چې یو څوک پر له پسې نشه کوي، ستونزه یې هغومره ډېرېږي، اعصاب او د بدن نور غړي یې زیانمن کېږي.
که د معتادینو د درملنې په برخه کې عِلمي او انساني اقدام وشي، ناروغ و نه ټکول شي، زیان ورته و نه رسول شي، فشار ورباندې را نه وړل شي، نو درملنه به یې موثره او ګټوره وي."
مولوي عبدالدیان بیا معتادین ناروغان بولي او وهل ټکول یې روا نه ګڼي. دی زیاتوي چې له معتادینو سره باید ښه چلند وشي او په نرمۍ سره درملنې ته وهڅول شي.
"د اسلام له نظره هېڅ ډول وهل ټکول روا نه دي، په ځانګړي ډول د ناروغانو وهل. معتاد هم یو ناروغ دی، د اسلام له نظره د ناروغ وهل او په زور د نشې پرېښودلو ته هڅول هېڅ جواز نه لري."
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څېړنې ښيي چې نشه يي موادو ته د اسانه لاسرسي له امله ډېری ځوانان نشې کوي. د کورنیو چارو وزارت او سیګار ادارې د معلوماتو پر اساس ډېری نشه يي مواد د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږي.
د امنیتي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي، طالبان د یوې سیمې په ناامنه کولو سره د نشه يي موادو کښت، تولید او قاچاقو ته لاره هواروي. که دوی رښتیا هم له اعتیاد سره مبارزه کوي، نو لومړی دې تر خپل واک لاندې سیمو کې د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاقو مخه ونیسي.
هغه وویل: "په افغانستان کې د نشه يي موادو د کښت او قاچاقو اصلي عوامل خپله طالبان دي. د معتادینو وهل ټکول له نشه يي موادو سره د مبارزې لاره نه ده، بلکې طالبان باید د نشه يي موادو کښت منع کړي. له نشه يي موادو سره مبارزه ګډې هڅې غواړي، طالبان کولای شي چې له حکومت او هغو ادارو سره همکاري وکړي چې له نشه يي موادو سره مبارزه کوي. "
په دې اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته یو پیغام لېږلی دی، په دې پیغام کې راغلي چې طالبان په دې کار کې لاس نه لري او زیاته کړې یې ده چې طالبان له نشه يي موادو سره مبارزې ته ژمن دي.
راپور: مرسلین ارسلا