هرات کې فابریکه لرونکو د بهرنیو غنمو پرځای خپل کورني اخیستي

ارشیف

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د هرات د اوړو د تولید فابریکه لرونکو سږ کال د سوداګرۍ خونې په همکارۍ د بهرنیو غنمو پرځای، کورني غنم اخیستي دي.

د دغې خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې د هرات تولیدي فابریکو دغه غنم له بیلابیلو ولایتونو اخيستې دي.

هغه زیاته کړه: "فابریکو دغه غنم له غور، بادغیس، فراه، نیمروز او هلمند څخه د هرات فابریکو اخیستي دي چې دا کار د بزګرانو له هرکلي سره مخ شوي."

نوموړي وویل چې دغه اقدام د بزګرانو د هڅونې او د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لامل شوی.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، تر دې وړاندې اوړه له قزاقستان او پاکستان څخه راتلل چې په ګرانه بیه پلورل کېده.