هرات، بلخ، کونړ او لغمان کې د کبانو روزنې ۸۰ فارمونه جوړېږي

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

په هېواد کې د کبانو روزنې ۸۰ نوي فارمونه جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه فارمونه به د کال ترپایه په هرات، بلخ، کونړ او لغمان ولایتونو کې جوړ شي.

هغه زیاته کړه: "د کبانو د روزنې د ۸۰ فارمونو د جوړېدو کار په جریان کې دی، او د کال تر وروستیو پوري به بشپړ شي، له دغو اتیا فارمونو څخه ۲۰ په هرات،۲۰ په بلخ،۲۰ په لغمان او کونړ کې تر کار لاندې دي چې یو شمېر یې بشپړ شوي او یو شمېر نور به دکال تر وروستیو پورې بشپړ شي."

نوموړي وویل، تردې وړاندې د کرنې وزارت او خصوصي سکټور په مرسته د هېواد په کچه د کبانو د روزنې څه باندې دوه زره فارمونه جوړ شوي دي.

د کبانو د روزنې د دغو فارمونو د تولید کچه په کلني ډول څه باندې ۱۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي او زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینې برابرې شوي دي.

بل خوا اقتصادي کارپوه میرویس افغان وايي، په هېواد کې د کبانو د روزنې لپاره څه ناڅه فرصتونه برابر شوي خو په وینا یې، د کبانو د خرڅلاو لپاره هم باید کار وشي او يو ځانګړى بازار ورته جوړ شي.