"طالبان وایي، له امریکا سره مذاکرات له صفري نقطې نه پیلوو"

ارشیف، د سولې لپاره د طالبانو د قطر د دفتر غړي

یو شمېر سیاسیون او د مدني ټولنې غړي چې تازه له قطر څخه راغلي، وايي چې طالبان ټینګار کوي چې له امریکایانو سره به د سولې خبرې بیا له صفره پیل نه کړي.

یو شمېر سیاسیون او د مدني ټولنې غړي چې قطر کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشرانو سره کتلي او اوس بېرته کابل ته راستانه شوي، وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک لومړنی متن بشپړ شوی، مګر امریکا خپله ژمنه ماته کړې ده.

اسماعیل یون چې دی هم قطر ته تللی و، د یکشنبې په ورځ یې په دې اړه کابل کې رسنیو ته وویل: "طالبان وایي، زموږ شرط دا دی چې مذاکرات له صفري نقطې نه پیلوو، لس میاشتې مو چې په کومو موضوعاتو توافق کړی، بیا پرې له سره بحث نه کوو، خو له دې وروسته په پرمختګونو خبرې کوو، دا تعهد هم اخلو چې که امریکا له موږ سره هوکړه کوي، باید لاسلیک یې هم کړي او وخت ضایع نه کړي."

دې ۹ کسیزه پلاوي قطر کې د طالب پلاوي له مشرانو سره نږدې پنځه ورځې خبرې اترې کړي دي.

د راتلونکي سیاسي نظام جوړښت، د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې، د بیان او رسنیو ازادي، د ښځو حقوق او یو شمېر نور له هغو کلید‎ي موضوعاتو دي چې دواړو لوریو پرې بحث کړی او د دوی په خبره، طالبانو یې هم د اسلام او قانون په چوکاټ کې د ملاتړ خبره کړې ده.

د دوی له قوله، راتلونکی سیاسي نظام به د لویې جرګې او د ټولو لوریو له توافق وروسته جوړېږي.

قطر ته د تلونکي پلاوي له قوله، د سولې بین الافغاني خبرې به د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې وروسته پیل شي.

خو د افغانستان حکومت وايي، سولې ته د رسېدو تر ټولو اسانه لار دوی په یوه طرحه کې وړاندیز کړې ده.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر په طرحه کې سولې ته د رسېدو ټول موضوعات رانغاړل شوي دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال

ده وویل: "د افغانستان حکومت د سولې په اړه اووه ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې، دا طرحه سولې ته د رسېدو تر ټولو اسانه لار ده، په دې طرحه کې د سولې په اړه ټول موضوعات او شرایط وړاندیز شوي دي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د سپټمبر په اوومه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ له یوه ټویټ وروسته لغوه شوې.

خو له دې وروسته په ځلونو د دې خبرو د پیل غوښتنه شوې، مګر رسماً لا پیل شوې نه دي.

تازه د دې خبرو د پیل یوه بله هڅه چې د طالب بندیانو ازادي بلل شوې، هم له ځنډ سره مخ شوه.