د ثبات او همپالنې پلویانو فاریاب کې د رایو بیا شمیرنې مخه ونیوله

ارشیف

د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټيم پلویانو نن په فاریاب ولایت کې د رایو د بیا شمیرنې د بهیر مخه ونیوله.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي رئیس محمد بشیر حسام نن آزادۍ راډیو ته وویل ټاکل شوې وه چې دا بهیر سهار مهال پیل شي خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټیم د پلویانو د اعتراض له کبله وځنډېد:

هغه زیاته کړه: "د ثبات او همپالنې ناظران رانغلل، هغوی د تحصن خېمه وهلې او راغونډ شوي، مونږ موضوع له مرکز سره شریکه کړه او هغوی راته وویل چې د تشدد د مخنیوي لپاره دا بهیر بند کړئ."

په همدې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په کابل، کندهار، هرات، لوګر، هلمند، پکتیا، پکتیکا، خوست، نورستان، فراه، کندز، دایکندي، زابل او غور ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش ځنډېدلی بهیر بیا پیل شوی خو په خبرپاڼه کې د فاریاب د پېښې یادونه نه ده شوې.

د رایو د بیا شمیرنې بهیر تېره اوونۍ د ثبات او همپالنې په ګډون د څو ټاکنیزو ډلو د مخالفت له کبله وځنډېد.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا پرېکړه یې له ټولو ټاکنیزو ډلو سره د موافقې پر اساس کړې ده.