چارواکي: کندهار کې ۷ وسله وال مخالفین وژل شوي

ارشیف

د کندهار مېوند کې ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې دغه پوځي عمليات د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د میوند ولسوالۍ د جګروم او جرخشک په سيمو کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحی علوي ازادي راديو ته وويل په ترسره شوو عملياتو کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

نوموړي وویل، د دغو پوځي عملياتو پر مهال د وسله والو ۳۰ پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.

علوي په عملياتو کې د افغان ځواکونو د زیان يادونه ونه کړه.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.