په ۱۵ ولایتونو کې د اوبو د ۵۸ بندونو د جوړېدو چارې پیلیږي

ارشیف

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به په ۱۵ ولایتونو کې ۵۸ د اوبو د وړو بندونو د جوړېدو چارې پیل شي.

د دغه وزارت ویاندې مژدې بهنود نن ازادي راډیو ته وویل، د دغو بندونو ټول لګښت ۲۲۷ میلیونه افغانۍ کیږي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې جوړیږي.

هغې زیاته کړه: "د چیک ډیمونو له جوړېدا هدف له موسمي سیلابونو نه مخنیوی، د اوبو سم مدیریت، د مځکې لاندې اوبو سطحې لوړوالی، کرنیزو او څښاک د اوبو چمتوالی او له ۱۳ زره هکتاره نه زیاته ځمکه تر اوبو لاندې کېږي."

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د ۳۳۴ نورو بندونو د تړونونو چارې هم چې ۵۶ میلیونه امریکايي ډالره پرې لګښت راځي هم ورستۍ شي.

د دغو بندونو د جوړولو لګښت ټول له دولتي بودجې ورکول کېږي.