فرانسه کې د زیړ واسکټو په نوم معترضان لاریونونه کوي

د فرانسې پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي د پاریس پر مشهور واټ شانزالیزه له لاریون منع شوي دي.

په فرانسه کې د زیړ واسکټو په نوم معترضان غواړي نن او سبا لاریونونه وکړي.

دا لاریونونه د هغه حکومت ضد غورځنګ د رامنځته کېدو د لومړۍ کالیزې په مناسبت ترسره کېږي چې یو کال مخکې په فرانسه کې راپورته شو.

د فرانسې پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي د پاریس پر مشهور واټ شانزالیزه له لاریون منع شوي دي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې د تاوتریخوالي او وارنکارۍ په صورت کې به مداخله وکړي.

یوې مخکښې اعتراض کوونکې پریشلا لوډوسکي ویلي د پلازمېنې پاریس په بېلابېلو برخو کې به دا لاریونونه ترسره شي.

په فرانسه کې د زیړ واسکټو اعتراضونه د 2018 میلادي کال په اکټوبر کې د تېلو د مالیې پر لوړېدو په پاریس کې پراخ لاریون پیل شو چې تقریباً 300 زره کسانو په کې ګډون کړی و.

دې اعتراضونو دوام وکړ خو وروسته یې ګډوانوال کم وو.