پاکستان کې چاودنې درې سرتیري وژلي

ارشیف

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یوې چاودنې درې سرتیري وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ضیا لانګو نن خبریالانو ته وویل، چې د لرې ځایه کنټرولیدونکې دا بم د کوټې ښار په کوچلاغ کې چول شوی دی.

د نوموړې په وینا بم په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و.

د دې پېښې مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان بلوچستان ایالت کې پر سخت دریځو اسلامپالو ډلو سربېره بلوڅ بیلتونپالې هم د حکومت ضد فعالیتونه کوي.