رسولي: بګرام زندان ته پر تلوونکو څارنوالانو برید شوی

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، هغه ۴ څارنوالان چې د شمالي په قره باغ کې وویشتل شول، د بګرام زندان ته روان وو.

دا خبره د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشېد رسولي پرون د اسوشیټېډپرس خبري اژانس ته کړې ده.

د بګرام په توقیف ځای کې د انس حقاني په شمول د وسله والو طالبانو مهم وګړي بندیان دي.

په پرونۍ حمله کې دوه څارنوالان وژل شوي او دوه زخمیان دي.

د زخمیانو د وضعیت په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

خو د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون ټویټ وکړ چې انس حقاني او ملګري يې د بګرام په توقیف ځاي کې دي، حکومت یې د تبادلې مسئله څېړي او د ملي ګټو پر اساس به پرېکړه کوي.

دا لا نه ده څرګنده شوې چې د بګرام زندان ته پر لاره پر څارنوالانو خونړۍ حمله له دې مسئلې سره تړاو لري که نه.

ولسمشر غني تېره اونۍ وویل چې انس حقاني او دوه نور ملګري به یې د افغانستان د امریکایي پوهنتون له دوو استادانو سره تبادله شي.

خو اسوشیټېډپرس پرون د وسله والو طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله ویلي چې هغوی نه پوهېږي چې انس حقاني او دوه نور کسان ولي نه دي خوشې شوي.