ډپلومات ورځپاڼه: د هوا ککړتیا کابل کې ښایي تر جګړې وژونکې وي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ډپلومات

ډپلومات خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، "د هوا ککړتیا د افغانستان په پلازمینه کې ښایي تر جګړې وژونکې وي."

د دې مقالې لیکوال رحیم فایض لیکي، یوسف له خپلې کورنۍ سره اته کاله مخکې د افغانستان په ختیځ کې خپل کور پرېښود څو له جګړو وتښتي خو دی ونه توانېده چې له تراژیدي تېښته وکړي.

د ده پنځه ماشومانو په کابل کې ژوند له لاسه ورکړ، دوی د شخړو او چاودنو قربانیان نه و، دوی د ککړ چاپيرال قرباني شول.

په دې مقاله کې وړاندې راغلې دي چې د کورنیو بې ځایه شویو په کمپ کې د یوسف او نورو کورنۍ ډوډۍ په هغو موادو پخوي چې له شاوخوا ډیرانونو یې راټولوي او پر همدې موادو ځانونه تودوي.

شپیته کلن یوسف اسوشیټېد پریس اژانس ته ویلي دي، د ککړې هوا له امله یې ماشومان یو په بل پسې ناروغان شول او یو یې هم اووه کلنۍ ته ونه رسېد.

د افغانستان د چاپيریال ساتنې د ادارې پخوانی مرستیال عبدالولي مدقق د کابل او د افغانستان د یو شمېر نورو ښارونو هوا ډيره د اندیښنې وړ بللې ده.

ده ازادي راډیو ته وویل چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره ډيرې لږې هڅې شوې دي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼه بیا افغانستان ته د یوې بېرته ستنول شوې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دا ورځپاڼه لیکي، ۲۷ کلنه طاهره چې له بهره بېرته کابل ته لېږل شوې په یوه کرایي کوټه کې ژوند کوي.

دا درې ماشومان لري.

دې په ۲۰۱۸ کال کې له خپلو ماشومانو او مېړه سره هڅه وکړه څو له افغانستانه وتښتي.

ورځپاڼه لیکي، نا امنیو طاهره مجبوره کړه چې له خپلې کورنۍ سره په میدان وردک کې خپل کور پرېږدي او د ایران له لارې ترکیې ته مخه کړي.

د ګارډین په باور، د دې میړه، زوی او اووه کلنه لور وتوانېدل چې ترکیې ته ولاړ شي، خو په خپله طاهره او یوه شپږ کلنه لور یې ایراني پولیسو له ترکیې سره پر پوله ونیول او افغانستان ته یې ولیږل.

ورځپاڼه د طاهرې په وینا لیکي، د لور جامې مې په ازغن سیم کې بندې شوې او په بیړه ونه توانیده چې د ترکیې خواته واوړي.

طاهره وایي، له خپلې کورنۍ څخه بیلتون ورته سخته دی او ډيره سخته لا دا ده چې له درې کلن زوی څخه چې ترهرچا مور ورته مهمه ده، بیله شوې ده.