افغانستان او ویسټ انډیز نن د شل اورونو کرکټ لوبه کوي

د ویسټ انډیز او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ سیالۍ د نوامبر په ښپږمه پېل شوې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د ویسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره د شل اورونو کرکټ مسابقه لري.

د کرکټ بورد د رسنیو مسئول، فرید هوتک تېره شپه ازادي راډیوته وویل: "د شل اوره کرکټ د دویمې سیالۍ کوربه افغانستان دی، دریمه شل اوره مسابقه به سبا وي، افغانانو ځانونه ښه ورته تیار کړي دي."

د ویسټ انډیز او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د شل او پنځوسو اورونو کرکټ سیالۍ د نوامبر په ښپږمه پېل شوې.

له هغه راهیسې، افغانستان درې د پنځوسو اورونو او یوه د شلو اورونو سیالي ویسټ انډیز ته ور بایللې دي.

دا مسابقې د هند په لکنهو ښار کې روانې دي.

د نوامبر په ۲۷مه د دواړو ترمنځ د ټسټ لوبه ده.