اوکراین د داعش ډلې مهم غړی نیولی 

براء شیشاني په خټه د ګرجستان دی

د اوکراین د امنیت ادارې ویلي چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې مهم غړی، براء شیشاني نیولی دی.

براء شیشاني په خټه د ګرجستان دی.

هغه د اوکراین پلازمېنې، کیف ته نږدې نیول شوی دی.

دا معلومات د اوکراین استخباراتو ادارې پرون پر فېسبوک خپاره کړي دي.

د اوکراین داستخباراتو ادارې په بیان کې ویل شوي چې د براء شیشاني د نیولو لپاره په عملیاتو کې د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې او د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت ګډون درلود.

براء شیشاني د داعش د ډلې د بل مشر عمر الشیشاني چې د امریکا د دفاع وزارت د داعش د جنګ وزیر بلل، مرستیال و .