روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسي برخې انټرنټ پاڼې پر ضد اقدام وکړ

ارشیف

د روسیې عدلیې وزارت پرون، د (نوامبر ۱۵مه) د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسیې دبرخې انټرنټي پاڼه د بهرنیو اېجنټانو په لست کې واچوله.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسي برخې وېب پاڼه د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې فعاله شوه.

د روسیې د عدلیې وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې دا پرېکړه یې د پارلمان د کورنیو چارو د کمېټې د سلا پر اساس کړې ده.

د روسیې پارلمان په ۲۰۱۷ میلادي کې نوی قانون جوړ کړ چې له مخې یې حکومت کولای شي چې بهرنۍ رسنۍ د خارجي اېجنټانو په لست کې شامل کړي او په دې ډول یې په روسیه کې د کار مخنیوی وکړي.