جرمني لسګونه اذربایجاني وګړي بیرته خپل هېواد ته استولي

د ازربایجان د کډوالو دولتي ادارې د جمعې په ورځ وویل، ۶۱ اذري وګړي له جرمني څخه په یوې چارټر شوې الوتکې کې بیرته باکو ته ستانه کړی شوي دي.

تر دې مخکې په جرمني کې د غیرې قانوني کډوالو د موندلو لپاره د پولیسو د چاپو راپورونه ورکړل شوي وو.

ددې ادارې په وینا دا ستنېدنه د اذربایجان او اروپايي ټولنې ترمنځ د بې اسنادو افرادو د بېرته منلو په اړه له شته هوکړې سره سمه ترسره شوې ده.

د اذربایجان د کډوالو دولتي اداره وايي، په ستنو شویو کسانو کې ۲۲ نارینه، ۱۸ ښځې او ۲۱ ماشومان دي.

د جرمني شپیګل مجلې د نومبر په ۱۳مه نېټه راپور ورکړ چې د جرمني پولیسو په یو لړ چاپو کې ګن اذربایجاني وګړي موندلې چې ویل کیږي په قاچاقي توګه جرمني ته وروړل شوي.