د تخار د ورسج ولسوالۍ امنیه قومندان درېیو ساتونکو سره بغلان کې ووژل شو

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، پر حکیمي هغه مهال برید وشو چې د بغلان ولایت له جلګې ولسوالۍ څخه د تخار په ورسج ولسوالۍ کې خپل کار ته پر لاره و.

د افغانستان په شمال ختیځ کې چارواکي وايي، د تخار د ورسج ولسوالۍ امنیه قومندان محمد افضل حکیمي له خپلو درېیو ساتونکو سره نن سهار د بغلان ولایت په پلفي کوتل کې وژل شوی دی.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، پر حکیمي هغه مهال برید وشو چې د بغلان ولایت له جلګې ولسوالۍ څخه د تخار په ورسج ولسوالۍ کې خپل کار ته پر لاره و.

بشارت بریدګر د حکومت وسلوال مخالفان بللي دي. په برید کې پر حکیمي سربیره د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي دي.

شپېته کلن محمد افضل حکیمي د بغلان په جلګه ولسوالۍ کې پخوانی جهادي قومندان و او د څه وخت لپاره یې په دې ولسوالۍ کې د امنیې قومندان په توګه هم دنده ترسره کړې وه.