د پاکستان په سند ایالت کې د تندر پرېوتو ۲۷ کسان وژلي

ارشیف

د پاکستان په جنوبي صحرايي سیمه کې تېره شپه د سختو بارانونو وریدو او د تندورونو پرېوتو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي دي.

د سند د ایالتي حکومت ویاند سید غني ویلي، چارواکو په سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړی او د سند ایالت تهر دښتې ته یې ژغورونکې ډلې استولي دي.

د سید غني په وینا په روغتونونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د هغو لسګونو کسانو درملنه شوې چې د تندرونو او په ځینو ځایونو کې د ودانیو د پرېوتو له کبله ټپیان شوې وو.

د ایدهي په نوم د یوه خیریه بنسټ ویاند انور کاظمي ویلي، په داسې حال کې چې ژغورنکي لرې پرتو کلیو ته رسیدلي، د وژل شویو د شمېر د زیاتېدو اندېښنه شته.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د تندرونو د پرېوتو او ورپسې په اغېزمنه شوې سیمه کې اورلګېدونو سلګونه څاروي هم وژلي دي.