ایران کې د موټرو ټکر کې ۲۸ افغان کډوال مړه شوي

ارشیف

د ایران په جنوب ختیځ کې د دوو موټرو د ټکر له کبله ۲۸ افغان کډوال مړه شوي دي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس ایلنا راپور ورکړی چې ۲۱ نور کسان په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.

دا پېښه نن سهار وختي (عقرب ۲۲مه) د سیستان او بلوچستان ولایت په خاش ښارګوټي کې شوې ده.

دا سیمه تر ډېره په غیر قانوني ډول د افغان کډوالو د قاچاق لپاره کارول کېږي.

د ناخوندي نقلیه وسایطو، کمزورې بېړنیو خدماتو او هم د ټرافیکي قوانینو د نه‌مراعاتولو له کبله ایران د نړۍ په سطح تر ټولو بده ټرافیکي سابقه لري.

په ایران کې هر کال په اوسط ډول شااوخوا ۱۷۰۰۰ کسان ټرافیکي پېښو کې مړه کېږي.