د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د راتلونکي ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې مسوده جوړه او د کابینې لهخوا تأیيد شوې.
د دې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي د پنجشنبې په ورځ (عقرب ۲۳مه) ازادي راډيو ته وویل، د ۱۳۹۹ مالي کال ټوله بودجه ۴۲۸ میلیارده او ۳۸۰ میلیونه افغانۍ ده.
د ښاغلي مسجدي په خبره، په دې کې ۲۸۹ میلیاردهیې عادي او ۱۳۹ میلیارده او ۲۷۹ میلیونهیې پراختیايي بودجه ده.
هغه وویل، دغه بودجه متوازنه، ځواب ویونکې او د ټولنې د لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره ترتیب شوې ده.
ټاکل شوې دغه بودجه نن یا راتلونکې اوونۍ مشرانو جرګې ته واستول شي.