غزه کې د اسرائیلو هوايي برید دوه فلسطینیان وژلي

اسرائیلو پرون د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې یو لوړپوړی قوماندان په غزه کې وواژه.

په غزه کې د اسرائیلو په نویو هوایي بریدونو کې چې نن سهار (نومبر ۱۳مه) شوي، دوه نور فلسطینیان وژل شوي.

په دې سره پر فلسیطنیانو د اسرائیل د دوو ورځنیو بریدونو د تلفاتو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

فلسطیني ملېشو په متقابل اقدام کې نن لا ډېر توغندي پر اسرائیل ویشتلي، خو د اسرائیل له لوري د مرګ ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

دا بریدونه وروسته له هغه پیل شوي چې اسرائیلو پرون د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې یو لوړپوړی قوماندان په غزه کې وواژه.

اسرائیل وایي بها ابوالعطا پر اسرائیل د څو بریدونو په پلان کې ښکېل وو او د لا نورو بریدونو نیت‌یې هم درلود.​