ګارډین: د سولې د خبرو بیا پیلېدو ته نوې هیله پيدا شوې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

د لوېدیځ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو تازه ګڼو کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د دې پرېکړې په اړه چې د حقاني شبکې درېیم مهم غړي له زندانه خوشې کوي، مطالب لیکلي دي.

داسې ښکاري چې په دې ډول ولسمشر غني غواړي د امریکایي پوهنتون دوه استادان چې له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې له طالبانو سره برمته دي، خوشې شي او د افغانستان د سولې د بهیر لپاره اعتماد جوړولو ته زمینه برابره شي.

  • واشنګتن پوسټ

واشنګتن پوسټ ورځپاڼه لیکي، دغه درې تنه، انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان د حقاني وژونکې شبکې غړي دي.

ورځپاڼه وړاندې د افغان ولسمشر په وینا لیکي چې د طالبانو ۱۱ زره نور زندانیان هم د افغانستان په زندانونو کې شته.

  • ګارډین

بلې ورځپاڼې، ګارډین بیا لیکلي دي، که چېرته د بندیانو دا تبادله بریالۍ ترسره شي دا به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د ډیپلوماتیک پرمختګ لومړۍ نښه وي.

د سولې خبرې مخکې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د یوه هوکړه‌لیک تر لاسلیک پورې رسېدلې وې، خو په کابل کې د طالبانو په ځانمرګي برید کې د یوه امریکايي سرتېرې په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول او د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ دا خبرې ودرولې.

ګارډین بریتانیایۍ ورځپاڼه لیکي چې اوس د ولسمشر اشرف غني له نوې پرېکړې وروسته د سولې د خبرو بیا پیلېدو ته نوې هیله پيدا شوې ده.

ورځپاڼه بیا لیکي چې حقاني شبکه د طالبانو تر ډلې ډېره پخوا جوړه شوې ده او د دې شبکې د مشر جلال‌الدین حقاني په مشرۍ یې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر ضد د افغانانو په جګړه کې فعاله ونډه لرله چې بیا وروسته له طالبانو سره یوځای شوه.

دا شبکه د ترورېستي ډلو په لېست کې شامله شوې ده.

د جلال‌الدین حقاني زوی انس حقاني په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په بحرین کې نیول شوی او افغانستان ته سپارل شوی و.

دوه تنه نور چې له بنده‌یې د خوشې کېدو ژمنه شوې ده یو یې حافظ رشید دی چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د حقاني شبکې قوماندان و، بل‌یې مالي خان دی چې د دې شبکې یو مشهور قوماندان دی.

  • میامي هرالډ

د لوېدیځ بلې ورځپاڼې میامي هرالډ هم د دې درېیو کسانو د خوشې کېدو په اړه مقاله خپره کړې ده او لیکي چې د افغانستان ولسمشر دا پرېکړه په ډېر حساس وخت کې کړې ده، یو لور ته د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې درېدلې دي او بل لور ته افغان ولسمشر په کور دننه د ټاکنو په ګډون له یو شمېر جنجالونو سره مخ دی. ورځپاڼه لیکي، د ولسمشرۍ ټاکنو نتیجه ورځ تر بلې شاته کېږي او لاهم څرګنده نه‌ده چې کله به اعلانېږي.

  • نیویارک ټایمز

بله امریکایۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز بیا د حقاني شبکې د درېیو مشرانو د خوشې کېدو د پرېکړې په ارتباط د طالبانو غبرګون ته اشاره کړې او لیکي، د طالبانو د مشرتابه شورا ویلي دي که چېرته د اسیرانو دا تبادله بریالۍ ترسره شي، په لنډې راتلونکې کې به له دواړو لورو د بندیانو د تبادلې بهیر ادامه پیدا کړي، خو نیویارک ټایمز لیکي چې تر اوسه د افغانستان حکومت د نورو بندیانو د خوشې کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.