ننګرهار کې د 'کاسا-۱۰۰۰' پروژې پر لاره د ماينونو شنډول پيل شوي

ارشیف

په ننګرهار کې د 'کاسا-١٠٠٠' پروژې په مسير کې د ماينونو د موندلو او شنډولو چارې پيل شوې.

د والي وياند پرون ازادي راډيو ته وويل، ماينونو د موندلو او شنډولو کار د جلال‌اباد له اتمې ناحيې پيل شو، په کامې، ګوشتې، لعلپورې او مومندرې ولسواليو کې به هم ترسره کېږي.

عطاالله خوګياڼي وويل، په دې ډول به د 'کاسا-١٠٠٠' په نوم د برښنا د لېږد پروژې د ټولو ټاورونو يا ستنو ساحې له ماينونو پاکې شي.

هغه زیاته کړه: "د دې پروسې په ترڅ کې به د ټولو ټاورونو ځمکه وپلټل شي، څو د ماينونو د موجوديت په صورت کې ماينونه له‌منځه يووړل شي او په راتلونکي کې د کار پر مهال کومه بده پېښه ونه‌شي."

د ننګرهار چارواکي وايي داسې اندېښنې شته چې د 'کاسا-١٠٠٠' پروژې په مسير کې به له پخوانيو جګړو ماينونه پاتې وي.

'کاسا-١٠٠٠' د منځنۍ او جنوبي اسيا په سطحه يوه مهمه پروژه ګڼل کېږي چې په مرسته به‌يې د افغانستان له طريقه د قرغزستان او تاجکستان ١٣٠٠ مېګاواټه برښنا پاکستان ته انتقالېږي.

افغانستان به د ٣٠٠ مېګاواټه برښنا د ترلاسه کولو ترڅنګ د ټرانزيټ له درکه له دې پروژې په کال کې له ٤٠ تر ٦٠ میليونه ډالره عوايد ترلاسه کړي.