اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د "اسلامي جهاد" ډلې یو قوماندان وژلی

د بها ابو العطا ښځه هم په حمله کې وژل شوې ده.

د اسرائيل پوځ وايي چې په غزه کې یې د اسلامي جهاد په نوم د فلسطیني وسله‌والې ډلې چې ایران‌یې ملاتړ کوي، یو لوی قوماندان وژلی دی.

اسرائيلي ځواکونو نن د نومبر په ۱۲مه، سهار وختي د غزې ښار د شجاعیه پر سیمه عملیات وکړل.

په دې عملیاتو کې دوه تنه زخمیان شوي دي.

په غزه کې وسله‌والو د دې پېښې د غچ اخیستلو لپاره د تل‌ابیب په ګډون د اسرائيل پر څو ښارونو راکټونه ویشتي دي.

د اسرائيل لور ته د تلفاتو خبر لا نه‌دی خپور شوی.

د اسرائيل حکومت ویلي چې د فلسطیني وسله‌والو قوماندان بها ابو العطا پر اسرائیل په زیاتو حملو کې لاس درلود او نورې حملې یې پلان کولې.

د العطا ښځه هم په حمله کې وژل شوې ده.