لوګر کې د بهرنیو ځواکونو پر قطار ځانمرګی برید شوی

د لوګر مرکز پل علم انځور

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، نن له غرمې وړاندې د پل علم اړوند د شېنګ کمپ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر قطار ځانمرګی برید شوی.

په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان عبدالمتین حسن خېل ازادي راډیو ته وویل، چې په یاد برید کې د ځانمرګي بریدګر له وژل کېدو پرته نورو ملکي او نظامي کسانو ته تلفات نه دي اوښتي.

تر اوسه وسله والو طالبانو او کومې بلې مخالفې ډلې د دې برید مسؤلیت او په برید کې اوښتو تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.