مسئولین: پکتیا کې نږدې ۲۲ زره ټنه مڼې د خوسا کېدو په حال کې دي

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر وايي، په دغه ولایت کې نږدې ۲۲ زره ټنه مڼې د خوسا کېدو په حال کې دي.

نصیر عالمیار نن ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان له لوري د تعرفې د لوړېدو له امله سوداګر چمتو نه‌دي چې مڼې پاکستان ته صادر کړي.

هغه وايي: "کله چې د افغانستان حاصلات راټولېږي، موږ بیا نه‌شو کولای چې هغه پاکستان ته صادر کړو، تر اوسه یوه لارۍ مڼې هم د پکتیا د ډنډ پټان له لارې صادر شوې نه‌دي."

نوموړي دغه‌شان وویل چې دا مهال د پکتیا په بازار کې د یو من مڼو بیه ۱۰۰ تر ۱۲۰ افغانۍ ده چې بڼوالو ته له دې امله ګڼ زیانونه رسېدلي دي.

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، دا مهال د افغانستان د محصولاتو د خرڅلاو بازار یوازې پاکستان نه‌دی او سوداګر کولای شي چې د هوايي دهلېزونو له لارې خپل توکي بهر ته صادر کړي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو رئیس جواد دبیر وايي: "اوس مهال موږ له پاکستان سربېره اروپا، عربي هېوادونو، چین، هند، منځنۍ اسیا او روسیې بازارونو ته صادرات لرو."

خو د پکتیا د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، افغان سوداګر د مالیې د لوړوالي له امله د هوايي دهلېزونو له لارې بهر ته د صادراتو لپاره زړه نه ښه کوي.