د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ په علي سینګۍ سیمه کې تېر مازدیګر په یوه موټر هوایي برید شوی چې پهکې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.
د پکتیا امنیه قومانداني پېښه تأییدوي، خو د جزئیاتو په اړهیې څه نهوایي.
له بلېخوا بیا د پکتیا د ولایتي شورا پخوانی غړی وکیل مبارز او د سیمې یو تن اوسېدونکی سید جمالالدین اصفخېل ازادي راډیو ته وویل چې په پېښه کې وژل شوي اووه تنه ټول ملکیان د یوې کورنۍ غړي دي چې درې ښځې، درې ماشومان او یو سپین ږیری پهکې شامل دي.
دوی وایي، دا څووم ځل دی چې په دې ولسوالۍ کې په ملکي خلکو هوایي بریدونه کېږي او که دوام وکړي، سولهییز لاریونونه به وکړي او عمومي لارې به وتړي.
یاده دې وي چې د ازادي راډیو خبریال د پېښې د لاسپیناوي په اړه د پکتیا له ولایت مقام او د ۲۰۳ تندر قول اردو له عمومي قوماندان او مطبوعاتي مسؤلینو سره تماس نیولی، خو اړیکهیې نهده ځواب شوې.