د جوزجان چارواکي، د درزاب ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف د افغان ځواکونو د عملیاتو د پیل خبر ورکړ.
د جوزجان والي لطفالله عزیزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د تېرې ورځې تر ناوخته پورې درې کلي تصفیه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: "عملیات له انتن تپې څخه د ولسوالۍ د مرکز په لوري چې درې کیلومتره فاصله لري پیل شول، په دې سیمه کې چې مرکز درزاب ته تللې په بشپړ ډول ماینونه خښ شوي دي، سیمه غرنۍ هم ده نو له همدې کبله د سیمې د تصفیې چارې ورو پر مخ ځي."
د جوزجان والي زیاته کړه، په دې عملیاتو کې ملي پوځ، کمانډو، ملي پولیس او سیمهییز پاڅون کوونکي برخه لري چې هوایي ځواکیې ملاتړ کوي.
نوموړي وویل چې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیقه شمېرهیې یاده نهکړه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.