په ارزګان کې د یوې پرمختیایي پروژې ۲ کارکوونکي تښتول شوي

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکې خبر ورکوي چې په ارزګان کې نامعلومو وسله والو د یوي روغتیايي پرمختیايي پروژي مسؤل او کارکوونکې برمته کړي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند زړګي عبادي نن ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې نامعلومو وسله والو دغه کسان د ترینکوټ ښار اړوند په ده یک نومي سیمه کې هغه مهال برمته کړي چې کله دوی په یاد سیمه کې د یو کلينيک په ساختماني چارو بوخت وو او دغلته يې د سیمې خلکو ته روغتیايي کلینيک جوړاوه.

عبادي وايي، دا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان چا برمته کړي دي.

ده یک سیمه د ترینکوټ ښار دوه کیلومترۍ کې په شمال لوېدیځه برخه کې پرته ده.

د عامې روغتیا ریاست چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.