پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، په کابل کې نږدې ۸۰ سلنه د تېلو ټانکونه غیر معیاري جوړ شوي او دا یو لوی خطر دی.
کابل کې د درېیم مکروریانو د ۱۵۱ م بلاک تېر کال عبدالحق څلور لارې ته څېرمه د احمدیار د تېلو ټانک د سوځېدو په پایله کې اور واخیست او ۹ اپارتمانونهیې ویجاړ شول.
له دې اورلګېدنې نږدې ۱۰ میاشتې تېرېږي، هغه اورلګېدنه چې پهکې درې تنه ووژل شول او ۴۶ نور چې ښځې او ماشومان هم پهکې وو، ټپیان شول.
اوس د دې بلاک د رغونې چارې نږدې ۶۰ سلنه بشپړې شوي، مګر هغه څه چې د دې سیمې خلکیې اندېښمن کړي، لا هم دلته د تېلو ټانک شتون دی.
د درېیم مکروریانو د ۱۵۱ بلاک وکیل حیاتالله وايي، تر کومه چې دغه ټانک په خپل ځای وي، خلک به اندېښمن وي.
هغه زیاتوي: "د دې ډول پېښو د مخنیوي په خاطر باید د تېلو ټانکونه د خلکو له کورونو نږدې ۵۰۰ متره فاصله ولري، مګر متأسفانه زموږ په هېواد کې دې ټکي ته پام نهکېږي، که د تېلو ټانکونه معیاري وي، دا ډول پېښې نهکېږي، دلته د اورلګېدنې په پېښه کې خلک ټپيان او ووژل شول."
په همدې سیمه کې د کابل ټاور په ودانۍ لاهم د سوځېدنې نښې لیدل کېږي.
دا ودانۍ چې د احمدیار تېلو ټانک د سوځېدنې پر مهال زیانمنه شوه او تر خوا یې ځینې هټۍ، رسټورانتونه او نور دکانونه هم تخریب شول.
کابل مېشتی محمدالله وايي، دې ښار کې ډېری د تېلو ټانکونه د خلکو له کورونو سره نږدې دي او باید د فعالیت مخهیې ونیول شي.
هغه وویل: "زموږ د کور تر څېرمه د تېلو ټانک دی، موږ ډېر اندېښمن یوو، ځکه ډېری موټر چې تېل اچوي، چالان وي چې دا خپله د اورلګېدنې لپاره زمینه برابروي."
تازه تېره اوونۍ د کابل په ۱۳مه ناحیه کې د تېلو ټانک اور واخیست.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وايي، د دې وزارت څېړنې چې د روان کال له پیله تر اوسهیې کړي ښيي چې یوازې په کابل ولایت کې نږدې ۸۰ په سلو کې د تېلو ټانکونه غیر معیاري دي.
عظیمي زیاتوي: "موږ توانېدلي یوو چې ۲۴۶ د تېلو ټانکونه تر څېړنې لاندې ونیسوو، زموږ د محاسبې له مخې په دې کې ۸۰ سلنهیې غیر معیاري دي، موږ ونهغوښتل په لومړي ګام کې د دوی جوازونه لغوه کړو، بلکې معیارونه مو ورته وړاندیز کړل او وخت مو ورکړ."
ښاغلی عظیمي زیاتوي، د تېلو یادو ټانکونو ته د ۱۳۹۹ لمریز د حوت تر میاشتې وخت ورکړل شوی چې خپل کارونه معیاري کړي، که نه د فعالیت جواز به ترې واخیستل شي.
خو د دې ټولو پوښتنو په ځواب کې بیا د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند وايي، له تېر یوه کال راهیسې هېڅ یوه شخص ته د تېلو د ټانک د جوړولو امر نهدی ورکړل شوی.
کابل ښاروالۍ وايي، له دې وروسته به په دې شرط د تېلو ټانکونو ته د فعالیت جواز ورکول کېږي چې د خلکو له کورونو څخه لیرې جوړ شي او تر خوا یې نور ټاکل شوي معیارونه او شرایط هم مراعت کړي.