ملي امنیت شورا: هېڅ حکومتي پلاوی قطر ته نه دی تللی

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل

د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه اوازې ناسمې بولي چې وايي، د حکومت یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل په یو ویډیويي پیغام کې چې نن خپور شو، ټینګار کړی دی چې د سولې او خبرو په برخه کې د افغان حکومت په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

حقمل زیاته کړه: "هېڅ پلاوی له کومې ډلې سره د خبرو لپاره کوم هېواد ته نه دی استول شوی، د سولې او مذاکراتو په برخه کې د حکومت دریځ ډېر روښانه دی، مونږ وخت ناوخته په دې اړه پرمختګونه له خپل ولس سره شریکوو."

د راپورونو له مخې د یو شمېر سیاسي فعالانو په ګډون یو پلاوی له کابله دوحې ته رسېدلی، خو د دوی د سفر د هدف په اړه تر دې دمه ډېر معلومات نشته.