ایران د اومه تېلو د یوې نوې لویې زېرمې د موندلو اعلان وکړ

ښاغلي روحاني وویل چې نوې موندل شوې زیرمه به د ایران د تېلو ذخایر یو په درې زیات کړي.

ولسمشر حسن روحاني د ایران په جنوب لویدیځ کې د اومه تېلو د یوې نوې لویې زېرمې د موندلو اعلان وکړ.

ښاغلي روحاني وویل چې نوې موندل شوې زیرمه به د ایران د تېلو ذخایر یو په درې زیات کړي.

روحاني پرون وویل: "مونږ امریکا ته اعلان کوو چې موږ یو شتمن هېواد لرو او ستاسو له دښمنۍ او ظالمانه بندیزونو سره سره د ایران د تېلو د صنعت کارکوونکي او اینجنیران د ۵۳ میلیارد بيرلو په کچه د تېلو د دې لویې زیرمې په کشف بریالي شول."

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې متحدایالتونو پر ایران د انتهايي فشار د زیاتولو په مقصد نوي بندیزونه لګوي څو په نړیوالو بازارونو کې د ایران د تېلو د خرڅلاو مخه ونیسي.